This is noristan province of Afghanistan
www.kandahartv.com
www.taleemulislam-radio.com
د تعليم الاسلام ولسي راډيو تحفه
ګرانو کتونکو او مينه والو دغه ښکلې تحفه له خپلو ملګرو، دوستانو سره شريکه کړئ او هغوى ته په دې تحفې سره زېرى ورکړئ، د شريکولو لپاره د همدې ليکنې په سر کې برېښناليک تڼۍ کليک کړئ
http://taleemulislam-radio.com/
د تعليم الاسلام ولسي راډيو تحفه
ګرانو کتونکو او مينه والو دغه ښکلې تحفه له خپلو ملګرو، دوستانو سره شريکه کړئ او هغوى ته په دې تحفې سره زېرى ورکړئ، د شريکولو لپاره د همدې ليکنې په سر کې برېښناليک تڼۍ کليک کړئ
Happy new 2011 year
دمعلوماتي تكنالوژي زده كړه
دكمپيوټر تعريف:
كمپيوټرله Comput دكلمي څخه اخستل سوي دي چي معني يي محاسبه ده كله چي د er وروستاړي وراضافه سي نو Computer ورځني جوړيږي چي معني يي محاسبه كوونكي دى.خوپه اصطلاح كي په لاندي ډول تعريف كيداي سي.
كمپيوتر يو اليكترونېكي (بريښنايي) Electronic machine ماشين دى چې ورته لمړني وركړل شوي معلومات په ډيره چټكۍ سره تحليل اوتجزيه (process) كوي اوله هرډول غلــــطۍ اواشـــــتباه څـــــخه پرته دهغــــــه نتېجه مـــــــوږ ته د نتــــېجــــه ښوونـــــكو وســــــــا يلو(outputting device) په مــــــټ ښكـــــاره كـــــــوي .
البته بايد يا دونه وكړم چې كه په هغه معلوماتوكې چې كمپيوټرته وركول كيږي كومه سهوه اوغلطي نه وي كمپيوټر پرته له هر راز اشتباه اوغلطۍ څخه خپل عمل سرته رسوي .
دبيلګې په توګه
|
نتيجه ښوونكې وسايل |
computer system |
لمړنې معلومات |
|
Outputting data |
Processing |
Input data |
|
12 |
3*4=12 |
3*4 |
په بيلابيلو علوموكې لكه ستوري پيژندنه ، رنځپوهنه ( طبا بت ) ، هواپيژندنه اوداسې نورو برخوكې دبشر پيشرفت اوترقي ددې باعث شوه چې محا سبوي مشكل رامنځته كړي هماغه وه چې بشرپدې فكر شو ترڅو يوداسې ما شين جوړ كړي چې وكولى شي دهغه په واسطه دشمير په بر خه كې خپلي ستونزي حل كړي هغه وه چې د ۱۷ قرن مطا بق په كال ۱۶۴۲ ميلادي كې يو فرانسوي ريا ضي پوه چې پا سكال نوميده وتوانيده چې يوميخا نيكې ما شين جوړكړي نوموړى ما شين چې دجمعې دما شين په نوم يا ديده ، يواڅې دجمعې اوتفريق دعمليوپه اجراكولو قادره وه .
ترهغه وروسته يوه بل الماني ريا ضي پوه ديته ورته يوما شين جوړ كړ چې دجمعي اوتفريق سربيره يي دضر ب اوتقسيم يا ويش عمليې هم سرته رسولى شوې چې دې ما شين ته دحساب يا ګڼلو ما شين نوم وركړل شود يا دولووړ ده چې دغه ما شين هم په ميخانيكې ډول كاركاوه چې ديو ډول څرخو(پرو) لرونكې وه خودهمدې لړۍ په تعقيب سره دچارليزبا بيج په نوم يوه بل عالم ديوه اتومات يا خودكار ما شين دجوړولوطرح وړاندي كړه خوداچې د با بيج مفكوره دوخت د اينجينري اوفني محدوديت له كبله په هغه وخت كې ترسره نه شوه مګر دنوموړې ساحې دپراختيا سره سم دلمړني كمپيو ټر په اختراع كې د با بيج دنظرې زياته برخه په پام كې ونيول شو ه نو ځكه ورته دكمپيوتر دپلار لقب وركړل شو .
په همدي ډول هرمون هالريت يو بل ساينس پوه وه چې د لمړي ځل لپاره يي دنوي اصل په ډول دكا غذي كېست (پيتې) چې دمعلوما تو د جلاوالي اودسته بندۍ لپاره ترې ګټه اخستل كېده ، پيشنهاد كړ چې پدې كار سره دامريكا د متحده ايا لاتو د۱۸۹۰كال دنفوسو دشمير دنتيجي د ښو دلو په كار كې دري برابره اسانتيا را منځ ته كړه خو كله چې داليكتريسته اودهغه تركېب په ميخانيكې برخه كې وكا رول شو نوددي سره داليكتروميخانيكې ما شين دايجاد او اختراع لاره هواره شوه ، چې لمړني اليكتروميخانيكې ما شين دهار وارد دپوهنتون استا د( هوراد ايكن) د IBM مالي اوفني شركت په مرسته د پنځه كلن زيار اوزحمت وروسته په كال ۱۹۴۴ كې جوړ كړ .
نوموړي ما شين دڅلورګونو حسا بي عمليوسر بيره دمثلثا تي اوتوان لرونكـــــو ارقامو دحسا ب يا ګڼلوتوان هم درلود چې ددري ثانيو په دوران كې به يي د ضرب عمليه اجراكوله .
پدې پسي دمحاسبي لمړني ماشين دكمپيوتر په نوم په كا ل ۱۹۴۴ ميلادي كې دپنسيلوانيا په پوهنتون كې د ENIAC په نوم منځته راغى چې له نوموړي ما شين څخه به دامريكا داستخبا راتي اودولتي مسا يلودحل لپا ره ګټه اخستل كېده په همدې تر تيب دغې لړۍ دوام وموند او دوخت په تيريدوسره دپنځه نسله كمپيوترونو سربيره په ډير لوړكېفيت اوسرعت سره په كم حجم كې مختلف النوع كمپيوتر ونه با زارته راووتل چې دالړۍ لا دوام لري.
























































